په (۲۵۵) تنو معلولیت لرونکو وګړو باندې په کندهار ولایت کې ویلچرونه ووېشل شول

asad_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱ - ۱۵:۲۹
mmd

د کندهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یوې خیریه مؤسسې په مالي ملاتړ د یاد ولایت په مرکز او ولسواليو کې پر (۲۵۵) تنو مستحقو معلولینو باندې ویلچرونه ووېشل، همداراز د ویلچرونو ترڅنګ له هر مستحق سره یو اندازه نغدي مرسته هم ترسره شوه.

په ورته وخت کې معلولیت لرونکو وګړو هم د ویلچرونو د ترلاسه کولو له امله خوښي څرګنده کړه او یادونه یې وکړه چې دا ډول مرستې به وکولای شي د هغوی د تګ او راتګ ستونزو په راکمولو کې تر ډیره حده مرسته وکړي همداراز یادو معلولینو د نورو ورته مرستو غوښتنه هم وکړه.

د یادونې وړ ده چې په یادو ویلچرونو کې (۵) عرادې برېښنایي ویلچرونه هم شامل وو، او مستحقو کسانو ته ورکړل شول.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۴ - ۱۰:۱۸
Background image

په کابل ولایت کې پر (۵۰۰) تنو یتیمانو، کونډو او معلولینو باندې د خوراکي توکو مرستې ووېشل شوې

د کابل ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د نصیر خیریه بنسټ په مالي ملاتړ د دې ولایت پر (۵۰۰) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولینو باندې د خوراکي توکو مرستې چې په هغه کې اوړه،. . .

شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۴ - ۱۰:۱۳
Background image

په پکتیکا ولايت کې د (٣٨٥) تنو مستحقو یتیمانو او معلولینو له کورنیو سره مرسته ترسره شوه

د پکتيکا ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست د یوې خیریه مؤسسې په مالي ملاتړ په یاد ولایت کې د شهيدانو او معلولينو پر (۳۸۵) کورنيو باندې اته (۸) ډوله خوراکي توکي چې په هغه کې اوړه،. . .

شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۴ - ۱۰:۹
Background image

په کابل ولایت کې (۱۰۵) تنو مستحقو کسانو ژمني توکي ترلاسه کړل

د کابل ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د احساس خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۱۰۵)  تنو مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولینو باندې، ژمني توکي چې په هغه کې کمپلې، د ډبرو سکاره او بخارۍ. . .

BACK TO NEWS