په لغمان ولايت کې (۱۲۰) تنو مستحقو معلولينو ويلچرونه ترلاسه کړل
د لغمان ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ په یاد ولايت کې پر (۱۲۰) تنو مستحقو معلولينو باندې ويلچرونه ووېشل، همداراز هر معلول ته (۱۰۰۰) افغانۍ د لارې کرایې په توګه هم ورکړل شوې.
د یادو ويلچرونو د وېش پر مهال د لغمان ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رئيس محترم حاجي فيض اللّٰه جواد، معلولیت لرونکو وګړو ته یې د لازیاتو مرستو د برابرولو ژمنه وکړه.