په غور ولايت کې پر (۲۳۰) مستحقو کورنېو باندې مرستې ووېشل شوې

د احساس خیریه مؤسسې له لوري او د یاد ولایت د شهيدانو او معلولینو چارو رياست په همغږۍ پر (۲۳۰) یتیمانو، کونډو او معلولینو باندې مرستې چې په هغه کې خوراکي توکي، د (۵۰۰۰) افغانېو په ارزښت د سوند توکي، همداراز البسه او څلور کمپلې شاملې وې، ووېشل شوې.
د یادو مرستو د وېش پر مهال د غور ولايت د شهيدانو او معلولینو چارو رئيس محترم الحاج مولوي ګل احمد متوکل د شهیدانو ورثه ؤ د حقوقو د تأمینولو پر اهمیت خبرې وکړې او د یادې مؤسسې له مرستو څخه یې مننه وکړه.