د کابل ښار د شپېتو (۶۰) تنو یتیمانو ترمنځ د سیرت النبي صلی الله علیه وسلم سیالۍ ترسره شوه

asad_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۹:۳۳
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د (HHRD) خیریه مؤسسې سره په همکارۍ، د اسلام مبارک دین د ویاړلي تاریخ او د حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه و سلم د سیرت د لا ښه پېژندنې، د یتیمانو د سالمۍ زده کړې او د هغوی د هڅونۍ په موخه، د کابل ښار د اتمې،  نهمې او دولسمې ناحیو اړوند د (۶۰) تنو یتیمانو ترمنځ د سیرت النبي صلی الله علیه و سلم سیالۍ ترسره کړه.

دغه پروګرام چې د کابل ښار د دویمو مکروریانو په سیمه کې په لاره اچول شوی وو، په کې د ټولنیزو خدمتونو د تنظیم ریاست، د شهیدانو چارو ریاست استازو او د یادې خیریه مؤسسې مسؤلینو هم شتون درلود.

په پای کې، هغو ګډونوالو ته چې د سیالۍ غوره مقامونه یې ګټلي وو، ځانګړې شوې ډالۍ چې په کې کمپلې، د لوبو وسایل او یو اندازه نغدي مرستې شاملې وې، هغوی ته ورکړل شوې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۸:۵۳
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د ژوند د هوساینې او پرمختګ مؤسسې ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو کورنیو د اقتصادي ملاتړ او لاسنیوي په موخه د ژوند د هوساینې او پرمختګ (LRD) مؤسسې سره د (۲۴) زره او (۴۶۵) ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۵۲
Background image

د تخار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په رياست کې اداري غونډه ترسره شوه

د تخار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم مولوي عبدالکریم حلیمي په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه چې په کې د اړوندو برخو کارکوونکو ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۴۶
Background image

د میدان وردګ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې غونډه ترسره شوه

د میدان وردګ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې اداري غونډه د یاد ریاست د محترم رئیس په مشرۍ او د اړوندو کارکوونکو په شتون کې ترسره شوه.

په دې غونډه کې یتیمانو، کونډو او. . .

BACK TO NEWS