د کابل ولایت اړوند پر (۳۰۰) تنو مستحقو کسانو باندې د خوراکي توکو وېش

asad_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۱ - ۹:۶
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ په (۳۰۰) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو، معلولينو او اړمنو کسانو باندې مرستې ووېشلې.

په یادو مرستو کې چې اوړه، غوړي، وریجې او ځینې نور خوراکي مواد شامل وو، مستحقینو ته په شفاف او منظم ډول ورکړل شول.

د مرستو د وېش پر مهال د ټولنیزو خدمتونو د تنظیم رئیس محترم مولوي علاؤالدین سعد، د ټولنیزو خدمتونو د تنظیم آمر محترم صفي الله سدید، د څارنې او ارزونې ریاست استازو او د مؤسسې مسؤلينو شتون درلود او د مرستو د وېش له بهیر څخه یې په پوره توګه نظارت ترسره کړ.

د یادونې وړ ده چې تېره ورځ هم په دې وزارت کې (۶۰۰) تنو مستحقو کسانو سره ورته مرستې ترسره شوې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۸:۵۱
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کارکوونکو چارو په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لاښه والي په موخه د کارکوونکو چارو په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه، یاده غونډه چې د کارکوونکو چارو رئیس محترم مولوي محمد موسی صدیقي په مشرۍ جوړه شوې وه، په کې اړوندو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۸:۴۹
Background image

په نیمروز ولایت کې پر (۱۰۰) مستحقو کورنيو باندې مرستې ووېشل شوې

د نیمروز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست د پېښو پر وړاندې د مبارزې رياست سره په همغږۍ د شهیدانو او معلولینو (۱۰۰) کورنیو باندې خوراکي مرستې ووېشلې.

 او هرې کورنۍ ته د مرستې په. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۱ - ۹:۶
Background image

د کابل ولایت اړوند پر (۳۰۰) تنو مستحقو کسانو باندې د خوراکي توکو وېش

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ په (۳۰۰) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو، معلولينو او اړمنو کسانو باندې مرستې ووېشلې.

په یادو مرستو کې چې اوړه، غوړي، وریجې او. . .

BACK TO NEWS