د شهیدانو او معلولینو چارو ولایتي آمریتونو تشکیلاتي جوړښتونه به منظم او نورې خدماتي برخې به لا فعالې شي

content_admin
شنبه ۱۳۹۹/۴/۱۴ - ۸:۰
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو ولایتي آمریتونو تشکیلاتي جوړښتونه به منظم او نورې خدماتي برخې به لا فعالې شي

د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزیر لعل الدين آریوبي د شهیدانو او معلولینو چارو یو شمېر ولایتي آمرینو سره د ویډیویي کنفرانس له لارې خبرې وکړې او د ځینو لارښوونو تر څنګ یې د دوی ستونزې، غوښتنې او وړاندیزونه واورېدل.

ولایتي آمرینو د خپلو ترسره شویو کړنو په اړه معلومات وړاندې کړه وویل، چې د ولایتونو د شهیدانو د ورثې او معلولینو د شمېر په پرتله یې تشکیلات کم دي؛ اړینه ده، چې دې برخې ته پاملرنه وشي. بودجه، د اسنادو بررسي، فساد مخنیوی، د خدمتونو وړاندې کولو څرنګوالی، روڼتیا رامنځته کول، د تېرو کلونو حقوق او معلولینو او د شهیدانو کورنیو سره اداري سلوک د بحث عمده موضوعات وو.

ښاغلي آریوبي ولایتي آمرینو ته لارښوونه وکړه، چې د شهیدانو کورنیو او معلولیت لرونکو وګړو ته خدمت باید د وظیفوي مسولیت تر څنګ دیني او انساني مسولیت هم وګڼئ او په بشپړ صداقت یې ترسره کړئ. تشکیلاتي کمښت یې جدي مسله وګڼله،،د حل ژمنه یې وکړه، وویل چې په دې اړه اړوندو ادارو سره په اړیکه کې دی او ژر به اقدام وشي.

د دې سربېره یې د اسنادو د بررسۍ، فساد مخنیوي او روڼتیا رامنځته کولو په برخه کې هم یادو آمرینو ته جدي سپارښتنې وکړې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۹:۱۱
Background image

د هرات، بادغیس او فاریاب ولایتونو د شهیدانو او معلولینو چارو ریاستونو د اجراآتو ارزونه ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د څارنې او ارزونې رئیس محترم مولوي نورالحق حقاني په مشرۍ يو پلاوی چې د یاد ریاست کارکوونکو یې ملتیا کوله، د شهیدانو ورثه وو او معلولینو ته د وړاندې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۱۲
Background image

په کندز ولایت کې یو شمېر یتیمانو او معلولینو ته د حرفوي زده کړو پروګرام له بشپړولو وروسته د کار وسایل ووېشل شول

د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یوې مرستندویه مؤسسې په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په مرکز، امام صاحب او علي آباد ولسوالیو کې د یو شمېر یتیمانو او معلولینو لپاره د خیاطۍ،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۹
Background image

د غزني ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس د یاد ولایت د مستوفیت له مسؤلینو سره وکتل

د غزني ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم قاري شمس الامین زهیر د یتیمانو، کونډو او معلولینو د میاشتني نغدي مساعدتونو په بهیر کې د لا زیاتو اسانتیاوو د برابرولو په موخه د یاد. . .

BACK TO NEWS