د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت یو پلاوي د معلولینو سره د نغدي مرستو د ترسره کولو په موخه د هېواد یو شمېر ولایتونو ته سفر وکړ
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مقام د هدایت پر اساس، د دې وزارت د بشري سرچینو رئيس محترم مولوي محمد موسی صديقي په مشرۍ یو پلاوی چې د دعوت او ارشاد رئيس محترم مفتي عبدالاحد مسعود یې ملتیا کوي، د پکتيکا، پکتیا، خوست، لوګر، غزني او ميدان وردګو ولايتونو ته یې سفر کړی، په پام کې ده چې یاد پلاوی به د دې سفرونو په ترڅ کې هغو معلولینو ته چې د شل کلن جهاد پر مهال یې دوه یا تر دوو زیات د بدن غړي له لاسه ورکړي، نغدي مرستې ترسره کړي.