There was a Prayer for Martyrs of Haska Meena, Nangarhar
په ننګرهار ولایت کې د شهیدانو او معلولینو چارو امریت لخوا د هسکې مینې د قرانکریم ختم ترسره شو.
د قرآن عظیم الشان په دې ختم کې د ننګرهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو امر محمد طیب معصوم او د دې امریت کارمندانو، د افغانستان د معلولیت لرونکو وګړو سرتاسري شورا رئیس مسعود صافي او د یادې ټولنې غړو ګډون کړی و چې د قاری صیب کاموال لخوا ختمانه ولوستل شوه او د هسکې مېنې د جودرې سیمې شهیدانو او ټپیانو ته یې لاسونه د الله ج دربار ته لپه کړل او په هیواد کې د دایمي سولې او ثبات غوښتنه وشوه.