Military disabled and families of martyrs are at the Priority of the government

content_admin
Sat, Dec 14 2019 3:13 PM
mmd

نظامي معلولین او د شهیدانو کورنۍ د حکومت په لومړیتوب کې دي

د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزیر ښاغلي لعل الدین آریوبي د ځانګړو ځواکونو افسر احمد زیور سره وکتل.

ښاغلی احمد زیور د کورنیو چارو وزارت د ځانګړو ځواکونو قعطې افسر و، چې څه مهال وړاندې یې د هېواد په دفاع کې خپلې دواړه پښې له لاسه ورکړي او معلول شوی دی. نوموړي خپلې ځینې ستونزې او غوښتنې د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزیر سره شریکې کړې او د حل غوښتنه یې وکړه.

ښاغلي آریوبي د هېواد او ولس د دفاع او ترورېزم پر وړاندې جکړه کې د احمد زېور سرښندنه وستایله وویل، چې هیڅ کله به یې دا قرباني هېره نه شي او افغان ملت د امنیتي او دفاعي ځواکونو د قربانیو او سرښندونو  قدرداني او درناوی کوي.

ښاغلي آریوبي د نظامي معلولینو او شهیدانو کورنیو ته د اسانتیاوو او امکاناتو برابرولو په موخه د حکومت د نويو پلانونو او برنامو په اړه معلومات ورکړه او ډاډ یې ورکړ، چې نظامي معلولین او د شهیدانو کورنۍ د حکومت په لومړیتوب کې دي، ټولې ستونزې به یې حل او غوښتنو ته به یې رسیدګي وشي.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS