د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د (HHRD) نړیوالې مؤسسې ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیکونه لاسلیک شول

asad_admin
Sun, Nov 08 2026 3:28 PM
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو کورنیو، معلولینو او له ګاونډیو هېوادونو څخه بېرته راستانه شوو هېوادوالو اقتصادي ستونزو ته د ښې رسیدنې او د هغوی د ملاتړ او لاسنیوي په موخه د (HHRD) نړیوالې مؤسسې سره د (۶) میلیونه او (۴۰۷) زره افغانیو په ارزښت د همکارۍ درې هوکړه لیکونه لاسلیک کړل.

د لومړي هوکړه‌ لیک له مخې به د زابل، لغمان، ننګرهار او بلخ ولایتونو (۳۶۰۰) تنو یتیمو زده‌کوونکو ته د هغوی د ښوونیزو اړتیاوو د پوره کولو او د زده‌کړو بهیر د ښه ملاتړ په موخه قرطاسیې چمتو او ووېشل شي.

همداراز د دویم هوکړه‌ لیک له مخې به د کاپيسا، جوزجان او غزني ولایتونو (۹۰۰) تنو مستحقو کسانو ته، چې یتیمان، کونډې، معلولین او له ګاونډیو هېوادونو څخه بېرته راستانه شوي هېوادوال پکې شامل دي، ژمني توکي چمتو او ووېشل شي، څو د هغوی د ژوند لومړنۍ اړتیاوې تر یوه حده پوره شي.

د درېیم هوکړه ‌لیک پر بنسټ به د لغمان او کابل ولایتونو (۶۰) تنو یتیمانو او معلولینو ته د کاري فرصتونو د برابرولو او اقتصادي ځان‌بسیاینې په موخه لاس‌ ګاډي او د پلور او کاروبار د پیل لپاره نور اړین وسایل چمتو او د هغوی په واک کې ورکړل شي.

د همکارۍ دغه هوکړه لیکونه د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د پلان، بهرنیو اړیکو او تقنین چارو رئیس محترم مولوي ثناء الله فرقاني او د یادې مؤسسې د رئیس محترم قاري عبیدالله فیصل ترمنځ لاسلیک شول او د یادو ولایتونو د شهیدانو او معلولینو چارو ریاستونو سره په همغږۍ به تطبیق شي.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

Wed, Jun 30 2021 2:47 PM
Background image

It is our significant priority to handle to heirs of martyrs and people with disabilities

On Tuesday, June 29, 202 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended to the Questions and Answers

BACK TO NEWS