د هرات ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو په رياست کې اداري غونډه ترسره شوه
د سپارل شوو چارو د ښه ترسره کولو او یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د لا غوره خدمتونو د وړاندې کولو په موخه د هرات ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم مولوي میر احمد منير په مشرۍ په یاد رياست کې اداري غونډه ترسره شوه چې په کې د اړوندو برخو کارکوونکو ګډون کړی وو.
محترم مولوي میر احمد منير اړوند مدیرانو ته لارښوونه وکړه چې خپل سپارل شوي مسؤلیتونه د خلفای راشدینو رضی الله عنهم د عدالت، امانتدارۍ، صداقت او ولس ته د خدمت د تګلارې په څېر په پوره اخلاص او ژمنتیا ترسره کړي.
نوموړي ټینګار وکړ چې اداري دندې یو ستر امانت دی او هر مدیر باید د خپلو دندو په ترسره کولو کې عدالت، شفافیت او د خلکو خدمت خپل لومړیتوب وګرځوي.
وروسته ټولو مدیرانو د خپلو کاري برخو په اړه خپل نظریات، وړاندیزونه او شته ستونزې مطرح کړې او د یادو ستونزو د حل او د اداري چارو د لا ښه والي په موخه یې هر اړخیزې خبرې وکړې.
غونډه د چارو د ښه تنظیم، متقابلې همغږۍ او د سپارل شویو مسؤلیتونو د لا ښه ترسره کولو په سپارښتنو پای ته ورسېده.
