د نیمروز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست لپاره نوی رئیس کارکوونکو ته رسماً معرفي او خپلې چارې پيل کړې

asad_admin
Sat, Oct 24 2026 9:23 AM

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء عالي مقام د حکم پر اساس او د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د محترم مقام د لزوم دید او وړاندیز له مخې محترم قاري عبدالسلام د نیمروز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د نوي رئیس په توګه کارکوونکو ته رسماً معرفي او خپله دنده یې پيل کړه.

د معرفي په دې غونډه کې د دې وزارت د کارکوونکو د چارو رئیس محترم مولوي محمد موسی صدیقي، د دعوت او ارشاد رئیس محترم مفتي عبدالاحد مسعود، د کورنۍ پلټنې رئیس محترم مولوي محمد انور برادر، د ولایت مقام د دفتر رئیس محترم مولوي سیف الله محمدي او د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کارکوونکو حضور درلود.

محترم مولوي محمد موسی صدیقي په دې معرفي غونډه کې د مشرانو د اطاعت پر اغېزو او اهمیت هر اړخیزې خبرې وکړې او له کارکوونکو یې وغوښتل چې د مشرانو اطاعت وکړي، اداري سلسله ‌مراتب مراعات کړي، د تېر په څېر له نوي رئیس سره هم په چارو کې هر اړخیزه همکاري وکړي او زیاته یې کړه چې اداره باید د خپل کور په څېر وګڼل شي او هر کارکوونکی باید خپل سپارل شوي مسؤلیتونه په بشپړ اخلاص سره ترسره کړي.

ورپسې محترم مفتي عبدالاحد مسعود په امارت کې تغییر، تبدیل، ترفیع او تنزیل یو اصل وباله او زیاته یې کړه چې دا چاره د مشرانو د لزوم دید او مصلحت پر اساس ترسره کېږي او په دې کې خېر نغښتی وي.

همداراز د نیمروز ولایت مقام د دفتر رئیس محترم مولوي سیف الله محمدي د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست فعالیتونه او کړنې وستایلې او ډاډ یې ورکړ چې له یاد ریاست سره به په ټولو برخو کې هر اړخیزه همکاري وکړي.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

Wed, Jun 30 2021 2:47 PM
Background image

It is our significant priority to handle to heirs of martyrs and people with disabilities

On Tuesday, June 29, 202 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended to the Questions and Answers

BACK TO NEWS