په ننګرهار ولایت کې د یتیمانو کورنیو لپاره د څښاک پاکو اوبو د برابرولو په موخه دوه څاګانې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې
د ننګرهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست په هڅو او د (HHRD) نړیوالې مؤسسې په مالي ملاتړ، په بټي کوټ ولسوالۍ کې د یتیمانو کورنیو لپاره د څښاک پاکو اوبو د برابرولو په موخه دوه څاګانې وکیندل شوې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. د دغو څاګانو په جوړېدو سره د یتیمانو کورنیو او د سیمې نورو اوسېدونکو لپاره د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې، چې له امله یې د اوبو د کمښت او لاسرسي اړوند شته ستونزې تر ډېره هوارې شوې. د ننګرهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست مسؤلینو د یتیمانو کورنیو ته ډاډ ورکړ چې د هغوی ستونزو او اړتیاوو ته رسېدنه د یاد ریاست له اساسي لومړیتوبونو څخه ده او د همکارو مؤسسو په همغږۍ به د معلولینو او یتیمانو د اساسي اړتیاوو د پوره کولو په موخه ورته ګټورې او پراختیايي پروژې په راتلونکي کې هم پلي شي.
