د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت کارکوونکو ته د امربالمعروف او نهي عن المنکر قانون د اهمیت او تطبیق په هکله د پوهاوي پروګرام ترسره شو

asad_admin
Tue, Jul 07 2026 10:53 AM

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د دعوت او ارشاد ریاست له لوري د امربالمعروف او نهي عن المنکر قانون د پلي کیدو د اهمیت په هکله په جوړ شوي پروګرام کې د مسلکي او تخنیکي چارو مرستیال محترم الحاج ملا عبدالرزاق آخند، د شهیدانو او معلولینو چارو مرستیال محترم شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني، د مالي او اداري چارو عمومي رئیس محترم مولوي کلیم الله افغان، د اړوند څانګو رئيسانو، آمرینو او ټولو کارکوونکو ګډون کړی وو. محترم شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني د اسلامي نظام په چوکاټ کې د مشرانو د اوامرو اطاعت او د امر بالمعروف او نهي عن المنکر قانون د تطبیق پر اهمیت ارزښتناکه وینا وکړه او زیاته یې کړه چې په اسلامي نظام کې د امیر د اوامرو اطاعت واجب دی، عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د خپل شفقت، مهربانۍ او د اسلامي شریعت د احکامو په رڼا کې داسې قانون وضع کړی چې د خلکو د دنیا او آخرت خیر، هوساینه او نېکمرغي پکې نغښتې ده. محترم شیخ صاحب وویل: مجاهدینو د تېر شل کلن جهاد پر مهال د الله تعالی جل جلاله د رضا د ترلاسه کولو لپاره ډېرې ستونزې او سختۍ ګاللي او په کار ده چې اوس هم باید خپل ټول خدمتونه یوازې د الله تعالی جل جلاله د رضا لپاره ترسره کړو. نوموړي زیاته کړه چې موږ ټول د یوې عقیدې، یوه وطن او د یوه سپېڅلي اسلامي نظام تر چتر لاندې ژوند کوو؛ له همدې امله زموږ ګډ مسؤلیت دی چې د هېواد د پرمختګ او د نظام د پیاوړتیا لپاره په اخلاص خدمت وکړو. ورپسې د مالي او اداري چارو عمومي رئیس محترم مولوي کلیم الله افغان، د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د قانون د پلي کېدو پر اهمیت او ارزښت مفصله وینا وکړه. نوموړي وویل چې دغه قانون د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی په لارښوونه، د قرآن عظیم الشان د احکامو او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د مبارکو احادیثو په رڼا کې په لنډ وخت کې ترتیب او نافذ شوی دی او په دې قانون کې د ټولنې د ټولو وګړو شرعي او قانوني حقوق خوندي شوي دي. محترم مولوي کلیم الله افغان همداراز څرګنده کړه چې د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې د یاد قانون احکام په بشپړ ډول عملي شوي او ټول کارکوونکي د خپلو دندو د ترسره کولو پر مهال د دغه قانون احکام په پام کې نیسي. په دې غونډه کې د مالي او حسابي چارو رئیس محترم مولوي محمد امین دروېش د قرآن عظیم الشان د مبارکو آیتونو په رڼا کې د یتیمانو، کونډو او اړمنو کسانو د لاسنیوي، پالنې او خدمت کولو پر اهمیت هر اړخیزې خبرې وکړې او وې ویل چې زموږ او ستاسو چارې له هغو کسانو سره تړلې دي چې د هغوی په اړه د جنت زېری او د دوزخ وعید دواړه راغلي دي. له همدې امله اړینه ده چې د هغوی ستونزو او اړتیاوو ته په پوره مسؤلیت، اخلاص او ښه ډول رسېدنه وشي، د دفترونو دروازې یې پرمخ و نه تړل شي، مشروع اړتیاوې یې پوره شي او په ورین تندي، نیک چلند او غوره اخلاقو خدمتونو ورته وړاندې شي.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS