په نیمروز ولایت کې پر سلګونو تنو مستحقو کسانو باندې مرستې ووېشل شوې
د نیمروز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یوې خیریه مؤسسې په مالي ملاتړ د یاد ولایت مرکز او ولسوالیو اړوند پر (۹۱۵) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو باندې د خوراکي توکو مرستې ووېشلې چې په یادو مرستو کې اوړه، غوړي، وریجې او نور خوراکي توکي شامل وو.
د مرستو د وېش پر مهال د نیمروز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي میراحمد منیر وویل:د شهیدانو د درنو وارثینو او معلولینو خدمت زموږ اسلامي، انساني او ملي مسئولیت دی. موږ هڅه کوو چې د خیریه مؤسسو او مرستندویه بنسټونو په همکارۍ د دغو مستحقو قشرونو ستونزو ته رسېدنه وکړو او د هغوی د ژوند د ښه والي لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړو.
د مرستې ترلاسه کوونکو هم د دې نیک اقدام هرکلی وکړ، د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست او د خیریه مؤسسې له مسؤلینو څخه یې قدرداني وکړه.
