د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې د آفر پرانیستنې غونډه ترسره شوه
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د اړتیا وړ د پخلنځي د (۴۶) ډوله تنظیفاتي او نورو اړینو توکو د چمتو کولو په موخه د آفر پرانیستنې غونډه د تدارکاتو په آمریت کې ترسره شوه چې په هغه کې د آفر پرانیستنې د هیئت غړو او د داوطلبو شرکتونو استازو ګډون کړی وو.
په دې غونډه کې، (۱۴) خصوصي شرکتونو چې مخکې شرطنامې ترلاسه کړې وې، خپل آفرونه یې د شرطنامو د شرایطو او د عقودو قانون او تدارکاتو کړنلارې سره سم د آفر پرانیستنې هیئت ته تسلیم کړل.
