One Stop Shop services to be start soon
مراجعینو ته د واحدې دریڅې یا ( One Stop Shop) له لارې د خدمتونو وړاندې کولو پروسه به ډیر ژر پیل شي.
د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزیر ښاغلي لعل الدین آریوبي د آسان خدمت ادارې له تخنیکي همکارانو سره په ناسته کې د واحدې دریڅې له لارې د خدمتونو د وړاندې کولو پروژې کارونه وارزول. د آسان خدمت تخنیکي ټیم د یادې پروژې د کارونو بشپړ راپور وړاندې کړ او ژمنه یې وکړه چې راتلونکو څو اونیو کې به دا پروژه رسمآ پیل شي.