د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند فراه ولایت ته سفر وکړ

asad_admin
Tue, May 05 2026 3:48 PM

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند چې د هېواد لوېدیځ ولایتونو ته په سفر تللی، د نیمروز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې د مجردو شهیدانو کورنیو او معلولیت لرونکو وګړو سره د لیدنې او د هغوی سره د نغدي مرستو د ترسره کولو وروسته، نن فراه ولایت ته ورسید، د دعوت او ارشاد رئیس محترم مفتي عبدالاحد مسعود، د مالي او حسابي چارو رئيس محترم مولوي محمد امین دروېش، د ټولنیزو خدمتونو د تنظیم ریاست آمر محترم ملا ابراهیم شاه خلیل او د وزارت مقام سکرتر محترم حافظ نورمحمد په دې سفر کې د محترم وزیر صاحب ملتیا کوي.

د شهیدانو او معلولینو چارو محترم وزیر د فراه ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې د والي مرستیال محترم مولوي رحیم ‌الله محمود په حضور کې د مجردو شهیدانو کورنیو سره لیدنه وکړه، د هغوی احوال یې له نږدې واخیست او ورسره یې یو اندازه نغدي مرسته هم ترسره کړه.

د فراه ولایت د والي مرستیال محترم مولوي رحیم‌الله محمود د محترم وزیر صاحب د سفر هرکلی وکړ او دا یې یو نیک اقدام وباله، هغه زیاته کړه چې د شهیدانو  کورنیو احوال اخیستل د اسلامي امارت د ژمنې او وفادارۍ څرګندونه ده او د دې ډول کړنو دوام د خلکو د هوساینې او ډاډ سبب ګرځي.

همداراز د دعوت او ارشاد رئیس محترم مفتي عبدالاحد مسعود د قرآن عظیم‌الشان د مبارکو آیاتونو او د نبي کریم صلی الله علیه وسلم د سپېڅلو احادیثو په رڼا کې د شهادت د لوړ مقام او فضیلت په اړه وینا وکړه او زیاته یې کړه چې د شهیدانو ورثه او د معلولینو سره د اسلامي امارت تعلق ژوندی دی او همداسې به ژوندی پاتې شي، په همدې موخه د شهیدانو او معلولینو چارو محترم وزیر دې ولایت ته سفر کړی، څو د شهیدانو او معلولینو کورنیو سره له نږدې لیدنه وکړي، د هغوی احوال واخلي او هغه تحفه چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی له لوري د مجردو شهیدانو کورنیو ته ځانګړې شوې ده، یادو کورنیو ته وسپاري.

همداراز محترم مفتي عبدالاحد مسعود وویل چې اسلامي امارت د الله جل جلاله یو ستر احسان دی چې د افغانانو لپاره یې نصیب کړی او د دې اسلامي نظام لپاره یې یو مهربان او مشفق رهبر ټاکلی دی، چې وخت په وخت د خلکو، په ځانګړي ډول د شهیدانو کورنیو او معلولینو پوښتنه کوي او د هغوی احوال اخلي.

په ورته وخت کې د مجردو شهیدانو کورنیو په استازیتوب یوه تن خبرې وکړې او ویې ویل چې زموږ د کورنۍ غړو په هېواد کې د اسلامي نظام د ټینګښت لپاره لویه قرباني ورکړې ده. هغوی شهیدان شوي او بندخونې یې هم تجربه کړې دي، خو بیا هم موږ د اسلامي امارت د دفاع لپاره چمتو او هر ډول خدمت ته تیار یو.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS