د شهیدانو او معلولینو چارو محترم وزیر الحاج ملا عبدالمجید آخند نیمروز ولایت ته سفر وکړ

asad_admin
Tue, May 05 2026 9:15 AM

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند چې د دې وزارت د مالي او حسابي چارو رئیس محترم مولوي محمد امین دروېش، د دعوت او ارشاد رئیس محترم مفتي عبدالاحد مسعود او د شهیدانو ورثه وو او معلولینو د ادغام آمر محترم ملا ابراهیم شاه خلیل یې ملتیا کوله، د شهیدانو ورثه وو او معلولینو د وضعیت د ارزونې او د هغوی د کورنیو د احوال اخیستنې په موخه نیمروز ولایت ته سفر وکړ.

محترم وزیر صاحب د نیمروز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د کاري بهیر څخه د لیدنې ترڅنګ، د مجردو شهیدانو ورثه وو سره له نږدې وکتل، د هغوی احوال یې واخیست، خپله خواخوږي او همدردي یې ورسره څرګنده کړه، غوښتنې یې واوریدې او ورسره یې یو اندازه نغدي مرسته ترسره کړه.

همداراز د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند د نیمروز ولایت له والي محترم مولوي عبدالمنان محمود سره وکتل، په دې لیدنه کې د شهیدانو او معلولینو چارو محترم وزیر ډاډ ورکړ چې وزارت د ځانګړې شوې بودجې د ترلاسه کولو سره به په ټول هېواد کې د یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو د میاشتني نغدي مساعدتونو د وېش پروسه پیل شي، په ورته وخت کې د نیمروز ولایت والي هم د یتیمانو او معلولینو د کورنیو د ستونزو د حل په برخه کې د هر اړخیزې همکارۍ ژمنه وکړه.

د دعوت او ارشاد رئیس محترم مفتي عبدالاحد مسعود وویل چې نیمروز ولایت ته د شهیدانو او معلولینو چارو محترم وزیر د سفر اصلي موخه، د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی له لوري د مجردو شهیدانو کورنیو ته ځانګړې شوې مرستې رسول او د هغوی احوال اخیستل وو. نوموړي همدارنګه ډاډ ورکړ چې په راتلونکي کې به هم د یادو کورنیو سره ورته مرستې دوام ومومي.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS