د غزني ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس د یاد ولايت یو شمېر ولسواليو ته سفر وکړ

asad_admin
Sat, May 02 2026 12:00 PM

د غزني ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم ملا عبدالحکیم دانش چې د ياد رياست اړوند مدیرانو یې ملتيا کوله، د رشيدان، ناهور، اجیرستان، مالستان او جاغوري ولسوالیو ته يې سفر وکړ.

محترم ملا عبدالحکیم دانش د مجردو شهیدانو کورنیو سره له نږدې وکتل، د هغوی ستونزې او غوښتنې ېې واورېدې او يو اندازه نغدي مرستې هم له يادو کورنيو سره ترسره کړې.

همداراز نوموړي یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د خدمتونو وړاندې کولو د څرنګوالي او د هغوی د کور په کور سروې له بهیر څخه له نږدې ارزونه وکړه، کارکوونکو ته یې د چارو د لاښه والي په موخه لازمې لارښوونې‌ وکړې.

د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس د یادو ولسوالیو له ولسوال صاحبانو سره هم ليدنه وکړه او د‌ هغوی څخه یې یتیمانو کونډو او معلولینو ته د خدمتونو وړاندې کولو په بهیر کې د تل په څیر د لا نورو همکاریو غوښتنه وکړه.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS