د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت کې پر (۱۵۰) تنو مستحقو کسانو باندې د مرستو وېش

asad_admin
Wed, Mar 18 2026 10:32 AM
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د شهیدانو کورنیو د اقتصادي ملاتړ په موخه د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو او پالیسۍ مؤسسې سره په همغږۍ د (۱۵۰) تنو یتیمانو او کونډو لپاره د فني او حرفوي زده کړو پروګرامونه پیل کړي وو، په دې پروګرامونو کې ګډونوالو ته د خیاطۍ، نلدوانۍ او سولري سیسټمونو په برخو کې مسلکي او عملي زده کړې ورکړل شوې، او هغوی لازم مهارتونه ترلاسه او د کار بازار چمتو شول، یادو کسانو ته نن د فراغت وروسته د اړوندې حرفې وسایل او تجهیزات هم په واک کې ورکړل شول.

د یادو وسایلو د وېش پر مهال د پروژو څخه د څارنې او ارزونې آمر محترم ملا مطیع الله ابوالمختار، د شهیدانو ورثه وو او معلولینو د ادغام آمر محترم ابراهیم شاه خلیل، د ټولنیزو خدمتونو د تنظیم آمر محترم صفي الله سدید او د خیریه مؤسسې مسؤلینو شتون درلود.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS