په بلخ ولایت کې څه باندې څلور (۴) میلیونه افغانۍ د شهیدانو او معلولینو پر کورنیو ووېشل شوې

asad_admin
Sun, Dec 28 2025 9:11 AM

د بلخ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د ژمي په را رسیدو سره د شهیدانو کورنیو او معلولینو د لومړنیو اړتیاوو پوره کولو او د هغوی ستونزو ته د ښې رسیدګۍ په موخه، د اسلامي رفاه خیریه مؤسسې سره په همکارۍ (۴) میلیونه، (۷۰) زره او (۳۰۰) افغانۍ د شهیدانو او معلولینو پر (۱۰۱) مستحقو کورنیو باندې ووېشلې، چې هر کورنۍ ته په ترتیب (۴۰) زره او (۳۰۰) افغانۍ د نغدي مرستې په توګه ورکړل شوې.

د مرستو د وېش پر مهال د بلخ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست مسؤلینو د اسلامي رفاه خیریه مؤسسې له مرستو او همکارۍ مننه وکړه او هیله یې وښوده چې په راتلونکي کې هم د یتیمانو، کونډو او معلولینو سره ورته مرستې ترسره شي، ترڅو د هغوی پر وړاندې شته ستونزو ته په ښه توګه رسیدګي وشي.

د یادونې وړ ده چې تر دې مخکې هم د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یادې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ له سلګونو تنو یتیمانو،کونډو او معلولینو سره ورته مرستې ترسره کړې وې.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS