د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئيس د یو شمېر بانکونو له استازو سره وکتل

asad_admin
Thu, Dec 25 2025 9:12 AM

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئیس محترم مولوي کلیم الله افغان په خپل کاري دفتر کې، یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د بانکي خدمتونو په برخه کې د لازمو اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه، د افغانستان بانک، ملي بانک، میوند بانک او عزیزي بانک له استازو سره وکتل، د دې لیدنې پر مهال د مالي او حسابي چارو رئيس محترم مولوي محمد امین دروېش، د معلولینو چارو رئيس محترم مولوي شاه ولي، د شهیدانو چارو رئيس محترم مولوي روح الله نصرت او د اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس محترم مفتي فیصل خاموش هم حضور درلود.                                          

په پیل کې محترم مولوي کلیم الله افغان د یادو بانکونو استازو ته ښه راغلاست وویل، د یتیمانو، کونډو او معلولینو د میاشتنيو نغدي مساعدتونو د ورکړې په برخه کې د هغوی هڅې وستایلې او په یاده برخه کې شته ستونزې او ننګونې هم د بانکونو له استازو سره شریکې کړې.

محترم مولوي کلیم الله افغان د بانکونو له استازو وغوښتل چې د یتیمانو، کونډو او معلولینو تلیفونو ته، د میاشتنیو نغدي مرستو د حواله کیدو پر وخت د خبرتیا پیغامونو د لېږلو اسانتیاوې برابرې کړي، تر څو یاد مستحقین د پیسو د حواله کېدو پر وخت خبر شي، دا کار به د هغوی له سرګردانۍ او بانکونو ته د پرله‌ پسې تګ راتګ مخه ونیسي.

په ورته وخت کې، د یادو بانکونو استازو هم یتیمانو، کونډو او معلولینو لپاره د اړینو اسانتیاوو د برابرولو او د پیسو د لېږد او حوالې په اړه د خبرتیا پیغامونو د فعالولو په برخه کې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS