د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند بامیان ولایت ته سفر وکړ

asad_admin
Sat, Sep 20 2025 10:19 AM
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند چې د شهیدانو ورثه وو او معلولینو د پالنې مرکز رئیس محترم مولوي احسان الله حقاني یې ملتیا کوله، بامیان ولایت ته یې د سفر پر مهال د شهیدانو او معلولینو ریاست له لوري د ترسره شویو کړنو او فعالیتونو او همداراز یتیمانو، کونډو او معلولینو ته یې د خدمتونو د وړاندې له بهیر څخه لیدنه وکړه.

همداراز د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند، د بامیان ولایت له والي محترم الحاج مولوي عبدالله سرحدي سره هم وکتل، په دې لیدنه کې د والي د دفتر رئیس محترم ملا عبدالخالق طلحه، د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم علی خان احمدي او د یاد ولایت یو شمېر مسؤلینو شتون درلود.

د دې لیدنې په ترڅ کې د یو لړ نورو اړوند مهمو موضوعاتو ترڅنګ، د شهیدانو ورثه وو او معلولینو ته د ښو خدمتونو وړاندې کولو او د هغوی ستونزو ته د پر وخت رسیدګي په هکله هم خبرې وشوې.

همداراز د شهیدانو او معلولینو چارو محترم  وزیر د شهیدانو او معلولینو له یو شمېر کورنیو سره له نږدې وکتل، د هغوی ستونزې او غوښتنې يې واورېدې او د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست اړوندو کارکوونکو ته یې د یادو کورنیو د ستونزو د حل او رسیدګۍ په موخه لازم هدایات ورکړل.

په ورته وخت کې د بامیان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم علي خان احمدي هم د شهیدانو او معلولینو چارو محترم وزیر ته د خپل ریاست د فعالیتونو او لاسته راوړنو مفصل راپور وړاندې کړ  او زياته يې کړه چې تردې دمه سږ کال په باميان ولايت کې د اړوند رياست لخوا تقريبا ٧٠ ميلونه افغانى  د مساعدت په توګه په يتيمانو معلولينو او کونډو باندې توزيع او تقسيم شوي چې د فيصدي له مخې ٥٩% سلنه کيږي

د یادونې وړ ده چې بامیان ولایت ته د شهیدانو او معلولینو چارو محترم وزیر د سفر اصلي موخه د شهیدانو او معلولینو ریاست له لوري یتیمانو، کونډو او معلولینو د خدمتونو وړاندې کولو له بهیر څخه لیدنه وه، تر څو اړین خدمتونه د شهیدانو ورثه وو او معلولینو ته پر وخت وړاندې او د هغوی ستونزو ته په بشپړه توګه رسیدګي وشي.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

Wed, Jun 30 2021 2:47 PM
Background image

It is our significant priority to handle to heirs of martyrs and people with disabilities

On Tuesday, June 29, 202 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended to the Questions and Answers

BACK TO NEWS