د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې پر (۴۲۵) تنو اړمنو کسانو باندې مرستې ووېشل شوې

asad_admin
Wed, Sep 17 2025 3:43 PM
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت  د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ د کابل ولایت اړوند پر (۴۲۵) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو مېرمنو، معلولینو او اړمنو کسانو باندې د خوراکي توکو شپږ ډوله مرستې ووېشلې، په یادو مرستو کې اوړه، غوړي، وریجې او ځینې نور خوراکي مواد شامل وو.

د یادو مرستو د وېش پر مهال د ټولنیزو خدمتونو د تنظیم رئیس محترم مولوي ثناء الله فرقاني، د پروژو څخه د څارنې او ارزونې آمر محترم ملا مطیع الله ابوالمختار، د ټولنیزو خدمتونو آمر محترم صفي الله سدید او د یادې مؤسسې مسؤلینو حضور درلود، چې د مرستو د وېش له بهیر څخه یې په هر اړخیز ډول نظارت ترسره کړ.

د یادونې وړ ده چې یادې مؤسسې تر وړاندې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت سره په همغږۍ د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د شهیدانو او معلولینو زرګونو کورنیو سره ورته مرستې ترسره کړي دي.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS