د بغلان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې د اداري چارو د لا ښه سمون په موخه غونډه جوړه شوه

ياده اداري غونډه چې د بغلان ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم ملا احسان عابد په مشرۍ ترسره شوه، په هغه کې د رياست اړوند ټولو کارکوونکو ګډون کړی وو.
د دې غونډې اصلي موخه د ادارې دننه د چارو لا ښه سمون، او یتیمانو، کونډو مېرمنو او معلولینو ته د اغېزناکو خدمتونو وړاندې کول وو.
همداراز په دې غونډه کې محترم ملا احسان الله عابد د کارکوونکو لپاره مهمې لارښوونې وکړې او ټينګار يې وکړ
چې هر کارکوونکی باید خپلې دندې د الهي امانت په توګه درک کړي او هغه پر وخت، دقیق او د مسئولیت له مخې ترسره کړي. نوموړي له کارکوونکو څخه وغوښتل چې د غفلت، سهلانګارۍ او بې پروایي څخه دې په کلکه ډډه وکړي.
د غونډې په پای کې ګډونوالو هم خپل نظریات او وړاندیزونه مطرح کړل، چې د ریاست د رئیس له لوري ورته لازمې لارښوونې او حل لارې چارې وړاندې شوې.