د شیهدانو او معلولینو چارو وزارت او کومک پروژې ترمنځ به ګډه همغږي او همکاري لا پیاړې او زیاته شي

farahmand_admin
Thu, Jul 29 2021 11:27 AM
هماهنگی

شنبه/ 12 چنګاښ/ 1400 لمریز کال.

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت، د برنامو او همغږۍ مرستیالې اغلې صبرۍ اندړ د کمک پروژې له رئیس سره وکتل او د ګډې همغږۍ او همکارۍ پر پیاوړتیا یې خبرې وکړې.

په دې لیدنه کې، په بېلابېلو برخو کې د همغږۍ د پیاوړتیا تر څنګ او هغه برنامې چې د کمک پروژې په همکارۍ پلې کېږي، د هغو پنځو تنو تخنیکي مشاورینو په هکله چې ټاکل شوې د یادې پروژې په مرسته د وزارت په بېلابېلو برخو کې وګمارل شي هوکړه وشوه.

 همدارنګه په دې ناسته کې، د کمک پروژې رئیس د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کارمندانو لپاره د ظرفیت لوړولو د برنامو جوړول، په ځانګړې توګه د عامه پوهاوي، څارنې او ارزونې په برخو کې ژمنه وکړه. دواړو لوریو په مرکز او ولایتي کچه د پروژې د فعالیتونو د پلي کېدو په څارنه بحث وکړ او په دې برخه کې یې د لا همغږۍ ټینګار وکړ.

همدارنګه په دې ناسته کې د کمک پروژې د ډیټابیس سیسټم او د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت لخوا د لېږد او تر لاسه کولو وروسته د دې سیسټم کارولو د څرنګوالي په اړه بحث وشو.

 په یاده ناسته کې، د ولایتي سفرونو په اړه د عامه پوهاوي، څارنې او په ولایتي آمریتونو کې د برنامو د پلې کولو په اړه ټینګار وشو او په دې برخو کې اړوندو څانګو تخنیکي چمتووالی هم نیولی دی.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

Wed, Jun 30 2021 2:47 PM
Background image

It is our significant priority to handle to heirs of martyrs and people with disabilities

On Tuesday, June 29, 202 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended to the Questions and Answers

BACK TO NEWS