د ارزګان ولايت د شهيدانو د ورثې او معلولينو اړوند چارې به چټکې شي

sadiq_admin
Mon, Oct 19 2020 9:20 AM
cs

د ارزګان ولايت د شهيدانو د ورثې او معلولينو اړوند چارې به چټکې شي

د شهيدانو او معلولينو په چارو کې د دولت وزير لعل الدين آريوبي د ارزګان والي محمد عمر شېرزاد سره وکتل.

د ارزګان والي د یاد ولایت د نظامي او ملکي شهيدانو د ورثې او معلولینو په حقوقو کې د ځنډ، اسنادو او وثیقو د څېړنې او برېښنایي تذکرو په اړه خبرې وکړې او یادو برخو کې یې د بېړنیو اقداماتو غوښتنه وکړه.

ښاغلي لعل الدين اريوبي له والي مننه وکړه، چې د ارزګان د شهيدانو ورثې او معلولينو اړوند مسایل یې شریک کړه.

ښاغلي آريوبي وويل: ارزګان جګړه ځپلی ولایت دی، د شهيدانو د ورثې او معلولينو د اسناد او وثیقو څېړنه به یې ژر بشپړه شي، د برېښنا تذکرو د وېش بهیر به یې چټګ او یاد قشر ته به یې حقوق پر وخت ورسیږي. زياته یې کړه: شهیدانو د ورثې او معلولینو د ستونزو، غوښتنو او وړاندیزونو اورېدو په موخه به نږدې راتلونکي کې دغه ولايت ته سفر وکړي.

ښاغلي آريوبي څرګنده کړه، چې د ځمکو او ښارجوړولو وزارت او د ښاروالۍ مسولینو سره په همغږۍ به ارزګان کې د ياد قشر لپاره اسايشګاه جوړه او د سرپناه لپاره به ورته د نومرو د وېش لړۍ هم پيل شي.

 

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

Wed, Jun 30 2021 2:47 PM
Background image

It is our significant priority to handle to heirs of martyrs and people with disabilities

On Tuesday, June 29, 202 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended to the Questions and Answers

BACK TO NEWS