The Exact Number of Disabled People to be Enlisted Soon

mmd_admin
Tue, Jul 09 2019 11:50 AM
انځور

د معلولیت لرونکو وګړو کره شمېر به تثبیت شي

د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت د معلولینو چارو رییس ښاغلي وحیدالله صافي تېره ورځ د مرکزي احصایې د خپلواکې ادارې له مسولې آغلې لطیفې شریفي سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.

د مېرمن شریفي د دغې لیدنې موخه په افغانستان کې د نارینه او ښځینه معلولیت لرونکو وګړو د کره شمېرې د تثبیتولو او یاد قشر ته د وزارت د خدمتونو د وړاندې کولو په اړه د معلوماتو ترلاسه کول و. له دې لیدنې وروسته به یاده اداره د یوه رسمي مکتوب له لارې د معلولیت لرونکو وګړو د دقیقې شمېرې معلومولو په اړه خپل کار پیل کړي.

ښاغلي صافي د مرکزي احصایې خپلواکې ادارې مسولینو ته د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت د فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه معلومات ورکول وویل: د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت یوه نوې رامنځته شوې اداره ده، خو په همدې کمه موده کې یې د پام وړ کارونه لکه د بایومتریک سیستم فعالول او پلي کول، د روڼتیا رامنځته کول، فساد سره مبارزه، د کاري پروسو اسانه او ساده کول او ... ترسره کړي دي او ژمن دی، چې یاد قشر ته د ژوند په ټولو برخو کې اړین او بنسټیز کارونه وکړي.

ښاغلي صافي د یادې ادارې دا ګام وستایه او په دې برخه کې یې د وزارت د همکارۍ او ملاتړ ډاډ ورکړ.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS