Soon, the Problems of The Families Martyrs that have been Killed in the Attack on Dr. Nakamura Will be addressed

content_admin
Sat, Dec 14 2019 11:20 AM
mmd

له ډاګټر ناکامورا سره په برید کې د شهیدو شویو سرتېرو د کورنیو ستونزو ته به رسیدګي وشي

د ننګرهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو آمر ښاغلي طیب معصوم د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزیر جلالتماب لعل الدین آریوبي په لارښوونه پرون جمعه(د لیندۍ ۲۲) ډاګټر ناکامورا سره په برید کې د شهیدو شویو سرتېرو کورنیو ته د تسلیت او فاتحې لپاره ورغلی و.

ښاغلي معصوم له یادو کورنیو سره د وزارت مقام د رهبرۍ د خواشینۍ او تسلیت پیغام شریکولو تر څنګ د هړ اخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ، وویل چې ستونزو ته به یې رسیدګي وشي. نوموړي دغو کورنیو ته د خپلو شهیدانو د حقوقو اخیستو کتابچې جوړولو د قانوني مراحلو به اړه معلومات هم وړاندې کړه.

په دغو شهیدانو کې د ډاګټر ناکامورا یو تن ساتونکی او موټر چلوونکی شامل دي او کورنیو یې وویل، چې له دواړو شهیدانو پاتې یتیمان ورترغاړې او خورا بد اقتصادي وضعیت سره مخامخ دي.

د یادونې وړ ده، چې د دې پېښې د نورو شهیدانو کورنیو سره به هم لیدنه ترسره او ستونزو ته به یې رسیدګي وشي.

 

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS