د شهیدانو ورثې او معلولیت لرونکو وګړو ته اختریزې جامې ووېشل شوې

content_admin
Tue, May 19 2020 8:46 AM
mss

د شهیدانو ورثې او معلولیت لرونکو وګړو ته اختریزې جامې ووېشل شوې

د لغمان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو آمریت په هلو ځلو او د ملي سوداګر حبیب الله شینواري په مرسته او همکارۍ په یاد ولایت کې (۱۰۰) د شهیدانو وارثینو، معلولیت لرونکو وګړو او بېوزلو ته د اختر یوه جوړه جامې ووېشل شوې.
د لغمان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو آمر بشیر احمد حقپال د خبرو پر مهال ملي سوداګر حبیب الله شینواري نه مننه وکړه، چې په داسې حساسو حالاتو کې یې د شهیدانو ورثې او معلولینو سره تر خپلې وسې مرسته وکړه.

ښاغلي حقپال د هېواد په نورو سوداګرو، شتمنو او خیریه بنسټونو هم غږ وکړ، چې د شهیدانو د ورثې، معلولیت لرونکو وګړو او بېوزلو کورنیو سره هر اړخیزې مرستې وکړي، ځکه د کرونا او جګړې له کبله د دوی اقتصادي حالت ډېر خراب او ګڼو ستونزو سره مخامخ دي.

 

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS