د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت او کابل ښاروالۍ تر دوه اړخیز هوکړه لیک لاسلیک شو

mmd_admin
Mon, Jan 06 2020 1:17 PM
pic

رسنیزه اعلامیه
۱۳۹۸ کال د مرغومي ۱۶
د حکومت د رسنیو مرکز- کابل

د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت او کابل ښاروالۍ تر منځ د همغږۍ او شهیدانو د وارثینو او معلولیت لرونکو وګړو د لاس پلورونکو لپاره د شل سلنه غرفو د وېش طرحې د تطبیق په موخه د همکارۍ دوه اړخیز هوکړه لیک لاسلیک شو

یاد هوکړه لیک نن د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت تخنیکي مرستیالې او د وزارت سرپرستې آغلې جمیلې نورستانۍ او کابل ښاروالۍ د ټولنیزو او کلتوري چارو معین ښاغلي محمد فاضل شریفي تر منځ د حکومت د رسنیو په مرکز کې لاسلیک شو.
د شهیدانو د وارثینو او معلولیت لرونکو وګړو د لاس پلورنې طرحې پلي کېدل چې له مخې يې د ښار شل سلنه غرفې د شهیدانو وارثینو او معلولیت لرونکو وګړو ته ویشل کیږي، دواړو خواوو ته ګټور او په دې مهم دی، چې یاد قشر ته د کار موندنې زمینه برابرېږي او تر څنګ یې د ښاري نظم په ساتنه کې د پام وړ نقش لري.
دا هوکړه لیک په اته مادو کې ترتیب شوی او دواړه خواوې یې د پلي کولو مسوولیت لري. د دې هوکړه لیک د لاسلیکولو اصلي موخه د شهیدانو وارثینو او معلولینو اړوند د لاس پلورنې طرحې تطبیق، د کابل ښار په مختلفو سیمو کې دوی ته د کااري ځای برابرول، د شهیدانو وارثینو او معلولینو په شرایطو برابرو کسانو ته د دوی د پېژندنې لپاره د وزارت له لوري د ځانګړو کارتونو وېشل، د کاري ځایونو په میاشتنیو کرایو په کمښت کې مرسته او د یاد وزارت او کابل ښاروالۍ تر منځ د ښاري نظم ساتنې په موخه د دوه اړخیزې همکارۍ او همغږۍ رامنځته کول دي.
د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت او د کابل شاروالۍ د شهیدانو د وارثینو او معلولینو د لاس پلورنې طرحې له تطبیق څخه په مشترکه او سیستماتیکه توګه څارنه او ارزونه کوي. دا هوکړه لیک دایمي دی، خو د دواړو اړخونو د اړتیا او غوښتنې پر اساس تجدید یا هم ځنډېږي.

 

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS