د کندهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له لوري د ترسره شویو کړنو او فعالیتونو څخه بررسي ترسره شوه
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې رئیس محترم مولوي محمد انور برادر په مشرۍ یو پلاوي چې د ریاست کارکوونکو هر یوه محترم محمد یاسین ادیب او محترم امید رحماني يې ملتیا کوله، کندهار ولایت ته یې د سفر پر مهال د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له لوري په تېر مالي کال کې د ترسره شوو کړنو او فعالیتونو، همداراز یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د وړاندې شویو خدمتونو له څرنګوالي څخه په هر اړخیز ډول بررسي ترسره کړه، د مصرف شوې بودجې څرنګوالی، د تثبیت او ثبت پروسه او همداراز یو شمېر نور موضوعات یې له نږدې بررسي کړل، شته ستونزې او ننګونې په نښه کړې د حل او ښې رسیدنې په موخه یې اړوندو مسؤلینو ته لازمې لارښوونې وکړې.
د کورنۍ پلټنې دغه پلاوي د پنجوایي او ژیړی په ولسوالیو کې د شهیدانو یو شمېر کورنیو سره هم له نږدې وکتل، د وړاندې شویو خدمتونو په هکله یې د هغوی نظرونه وپوښتل، ستونزې او غوښتنې واوریدې او د ښې رسیدنې په برخه کې د ریاست کارکوونکو ته لازمې سپارښتنې وکړې.
