په کندز ولایت کې (۱۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې
د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو د اقتصادي ملاتړ او د هغوی د لاسنیوي په موخه د نداء الخیر مؤسسې سره په همغږۍ پر (۱۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشلې چې هر مستحق یتیم (۲۶۲۰) افغانۍ ترلاسه کړې.
د مرستو د وېش پر مهال د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي نقیب الله سنان د خیریه مؤسسې څخه د مننې ترڅنګ، د یتیمانو کورنیو ته ډاډ ورکړ چې شته امکاناتو ته په کتو به د خیریه بنسټونو او مرستندویه مؤسسو سره په همغږۍ د هغوی لپاره لا زیاتې مرستې برابرې کړي څو په سمه توګه د هغوی اقتصادي ستونزو ته رسیدنه وشي.
