د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د ښځو د ټولنیزو خدمتونو (DWSSO) مؤسسې ترمنځ د څه باندې (۹) میلیونه افغانیو په ارزښت هوکړه لیک لاسلیک شو

asad_admin
Tue, Oct 20 2026 9:22 AM

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د معلولیت لرونکو وګړو د ملاتړ، د هغوی د اقتصادي پیاوړتیا او د کارموندنې د فرصتونو د برابرولو په موخه، د ښځو د ټولنیزو خدمتونو (DWSSO) مؤسسې سره د (۹) میلیونه، (۳۵۸) زره او (۳۰۰) افغانیو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ چې له مخې به یې د کابل ښار په (۱۳) او (۱۹) ناحیو کې (۸۰) تنو معلولینو لپاره په بېلابېلو برخو کې د فني او حرفوي زده کړو زمینه برابره شي.

همداراز هرګډونوال ته به د روزنیزو پروګرامونو له بشپړېدو وروسته د (۲۳۲) ډالرو په ارزښت د کار وسایل ووېشل شي، څو له خپلو زده‌کړو او ترلاسه شویو مهارتونو څخه د کاري فرصتونو د رامنځته کولو او اقتصادي ځان‌ بسیاینې لپاره ګټه واخلي.

سربېره پر دې به معلولیت لرونکو وګړو ته د بیاځواکمنتیا وسایل هم برابر او ووېشل شي، څو د هغوی د جسمي وضعیت په ښه‌ والي او د ورځنیو چارو په اسانه ترسره کولو کې مرسته وکړي.

د همکارۍ دغه هوکړه لیک د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د پلان، بهرنیو اړیکو او تقنین چارو رئیس محترم مولوي ثناءالله فرقاني او د یادې مؤسسې د رئیس محترم محمد اسماعیل صافي  ترمنځ لاسلیک شو.

د دې هوکړه ‌لیک د پلي کېدو موده یوولس میاشتې ده او اړوند فعالیتونه به د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ټولنیزو خدمتونو د تنظیم ریاست په همغږۍ پلي شي.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

Wed, Jun 30 2021 2:47 PM
Background image

It is our significant priority to handle to heirs of martyrs and people with disabilities

On Tuesday, June 29, 202 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended to the Questions and Answers

BACK TO NEWS