د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د (HHRD) خیریه مؤسسې ترمنځ د څه باندې (۳) میلیونه او (۷۰۰) زره افغانیو په ارزښت هوکړه لیک لاسلیک شو

asad_admin
Thu, Jul 23 2026 11:42 AM

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو د اقتصادي ځان‌بسیاینې او د هغوی لپاره د څښاک پاکو اوبو د لاسرسي په موخه، د (HHRD) خیریه مؤسسې سره د (۳) میلیونه، (۷) لکه او (۴۵۰۰) افغانیو په ارزښت د همکارۍ هوکړه ‌لیک لاسلیک کړ.

د یاد هوکړه ‌لیک له مخې به د ننګرهار ولایت په بېلابېلو سیمو کې (۱۰۰) تنو یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو ته د اقتصادي ځان‌بسیاینې او د عایداتي فرصتونو د رامنځته کولو په موخه شیدې ورکوونکې وزې ووېشل شي، ترڅو هغوی وکولای شي د مالدارۍ له لارې د خپلو کورنیو اقتصادي وضعیت ښه او د ژوند لومړنۍ اړتیاوې تر یوه حده پوره کړي.

همداراز د میدان وردک ولایت په سیدآباد ولسوالۍ کې د یتیمانو کورنیو لپاره د څښاک پاکو اوبو د برابرولو په موخه به (۵) د اوبو څاګانې وکیندل شي، ترڅو یادې کورنۍ پاکو اوبو ته لاسرسی ومومي.

یاد هوکړه لیک د دې وزارت د بهرنیو اړیکو، پلان او تقنین چارو رئیس محترم مولوي ثناء الله فرقاني او د یادې خیریه مؤسسې رئیس محترم عبیدالله فیصل ترمنځ لاسلیک شو او د یادو ولایتونو د شهیدانو او معلولینو چارو ریاستونو سره په همغږۍ به تطبیق شي.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS