د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند پنجشېر ولایت ته سفر وکړ

asad_admin
Sun, Jul 12 2026 9:59 AM

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند چې د کارکوونکو د چارو رئيس محترم مولوي محمد موسی صدیقي، د دعوت او ارشاد رئیس محترم مفتي عبدالاحد مسعود او د مالي او حسابي چارو رئیس محترم مولوي محمد امین دروېش یې ملتیا کوله، د پنجشېر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له لوري یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو ته د خدمتونو وړاندې کولو له بهیر څخه یې له نږدې هر اړخیزه لیدنه وکړه، د چارو د لاښه والي او یتیمانو، کونډو او معلولینو ستونزو او غوښتنو ته د ښې رسیدنې په موخه یې د ریاست مسؤلینو ته لازم هدایات ورکړل.

محترم وزیر صاحب د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې د پنجشېر ولایت د مقام د دفتر رئیس، امنیه قوماندان او نورو ځایي مسؤلینو سره لیدنه وکړه او د ځینو موضوعاتو په تړاو یې ورسره خبرې وکړې.

همداراز د شهیدانو او معلولینو چارو محترم وزیر د معلولیت لرونکو وګړو سره هم له نږدې وکتل، د هغوی ستونزې او غوښتنې واوریدې او ورسره یې یوه اندازه نغدي مرستې هم ترسره کړې.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS