د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د ژوند د هوساینې او پرمختګ مؤسسې ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک شو
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو کورنیو د اقتصادي ملاتړ او لاسنیوي په موخه د ژوند د هوساینې او پرمختګ (LRD) مؤسسې سره د (۲۴) زره او (۴۶۵) ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ، چې له مخې به یې د ننګرهار او لغمان ولایتونو اړوند (۲۳۳) تنو مستحقو یتیمانو ته (۱۲) ډوله خوراکي او غیر خوراکي توکي چمتو او ووېشل شي.
د همکارۍ دغه هوکړه د دې وزارت د بهرنیو اړیکو، پلان او تقنین چارو رئیس محترم مولوي ثناء الله فرقاني او د ژوند د هوساینې او پرمختګ (LRD) مؤسسې رئیس محترم محمد نعیم روحاني ترمنځ لاسلیک شو او د یادو ولایتونو د شهیدانو او معلولینو چارو ریاستونو سره په همغږۍ به تطبیق شي.
