د شهیدانو او معلولینو چارو محترم وزیر الحاج ملا عبدالمجید آخند لوګر ولایت ته سفر وکړ

asad_admin
Thu, Jun 04 2026 8:55 AM

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند چې د دې وزارت د خاصو شهیدانو آمر محترم مولوي محمد، د ټولنیزو خدمتونو د تنظیم ریاست آمر محترم ملا ابراهیم شاه خلیل او د پراختیایي پروژو مالي مسؤل محترم حافظ شبیر احمد یې ملتیا کوله، د لوګر ولایت د مرکز اړوند د پادخواب شانه کلی د هغې مجاهدې کورنۍ لیدنې او پوښتنې ته ورغی چې د تېر شل کلن جهاد او اشغال پر ضد مبارزه کې یې درې تنه ځوانان د شهادت لوړ مقام ته رسېدلي وو.

د یادې کورنۍ مشر محمد حبیب اکا نومېږي، چې د اشغال پر وړاندې د جهاد په لاره کې یې درې تنه زامن شهیدان شوي دي. محترم وزیر صاحب د نوموړي او د هغه د کورنۍ له غړو سره خپله ژوره خواخوږي او همدردي څرګنده کړه، د شهیدانو سپېڅلو ارواحو ته یې دعا وکړه او د یادې کورنۍ د ملاتړ او لاسنیوي په موخه یې یوه اندازه نغدي مرسته ترسره کړه.

همداراز محترم وزیر صاحب د شهیدانو د قربانیو ستاینه وکړه او ویې ویل چې په هېواد کې د اسلامي نظام حاکمیت، سرتاسري امنیت، سوکالي او د خلکو د سر، مال، پت او عزت خونديتوب د شهیدانو د پاکو وینو او سپېڅلو قربانیو برکت دی، د اسلامي نظام د ټینګښت او د هېواد د آزادۍ لپاره د شهیدانو قربانۍ به تل د قدر او درناوي وړ وي او د هغوی یاد به د ولس په زړونو کې ژوندی پاتې وي.

په ورته وخت کې د یادې کورنۍ سرپرست، محترم وزیر صاحب ته ښه راغلاست وویل او څرګنده یې کړه چې دا د ویاړ او خوښۍ ځای دی چې د شهیدانو او معلولینو چارو محترم وزیر صاحب وخت په وخت د شهیدانو د کورنیو احوال اخلي، له هغوی سره له نږدې لیدنې کوي او د اړتیاوو د پوره کولو په موخه ورسره مرستې ترسره کوي، هغه د اسلامي نظام د دوام، ثبات او لا پیاوړتیا لپاره دعا وکړه.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS