په کندز ولایت کې د یو شمېر فدایانو او مجردو شهیدانو له کورنیو سره نغدي مرستې ترسره شوې

asad_admin
Sun, May 31 2026 11:14 AM

د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم الحاج مولوي نقیب الله سنان د یو پلاوي په ملتیا د یاد ولایت مرکز، چهار درې، ارچي او قلعه ذال ولسوالیو ته سفرونه ترسره کړل، په یادو ولسوالیو کې یې د مجردو شهیدانو کورنیو سره له نږدې لیدنې وکړې، د هغوی اړتیاوې او ستونزې واوریدې او ورسره یې یو اندازه نغدي مرستې هم ترسره کړې.

د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس د یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو لپاره د خدمتونو د وړاندې کولو له بهیر څخه لیدنه وکړه او د خدمتونو د لا ښه والي او اغېزمنتیا په موخه یې اړوندو کارکوونکو ته لازمې سپارښتنې او لارښوونې وکړې.

همدارنګه نوموړي د یادو ولسوالیو له مسؤلینو سره وکتل او د یتیمانو، کونډو او معلولینو لپاره د خدمتونو یې د لا ښه تنظیم، چټکتیا او اغېزمنتیا په برخه کې د لا ډېرو همکاریو غوښتنه وکړه.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS