د غزني ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس د ياد ولايت دوو ولسوالیو ته سفرونه ترسره کړل

asad_admin
Sat, May 23 2026 9:53 AM

د غزني ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم ملا عبدالحکیم دانش په مشرۍ یو پلاوي د ياد ولايت خوګياڼو او خواجه عمري ولسوالیو ته سفرونه ترسره کړل، هلته یې د مجردو شهیدانو کورنیو سره له نږدې ليدنې وکړې، د هغوی ستونزې او غوښتنې یې واورېدې او ورسره یې یو اندازه نغدي مرستې هم ترسره کړې.

نوموړي د شهیدانو کورنیو ته ډاډ ورکړ چې ستونزو او غوښتنو ته به يې پر وخت رسېدنه وشي.

هغه همداراز د سروې پروسې د ښه ترسره کيدو په موخه د اړوندو ولسواليو مدیرانو ته یې لازمې لارښوونې وکړې.

د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس د اړوندو ولسوالیو له ولسوال صاحبانو سره د لیدنو پر مهال د یتیمانو، کونډو او معلولینو د ستونزو او اړتیاوو په اړه خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ چې د خدمتونو د لا ښه وړاندې کولو لپاره دې د پخوا په څېر خپلې همکارۍ لا پیاوړي کړي.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS