په غزني ولایت کې د مجردو شهیدانو کورنیو سره نغدي مرستې ترسره شوې

asad_admin
Mon, May 18 2026 9:44 AM

د غزني ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم ملا عبدالحکیم دانش په مشرۍ يو پلاوي زنخان او واعظ ولسواليو ته د سفرونو په ترڅ کې د مجردو شهیدانو کورنیو سره ليدنه وکړه، د هغوی احوال یې له نږدې واخیست،  ستونزې او غوښتنې یې واوریدې او اړتیاوو ته یې د بشپړې رسېدنې ډاډ ورکړ.

نوموړي د یادو کورنیو د اقتصادي ستونزو د کمولو په موخه  نغدي مرستې هم ووېشلې.

همداراز، یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د اغېزمنو او غوره خدمتونو د وړاندې کولو او د کور په کور سروې د بهیر د لا ښه تنظیم او چټکتیا په موخه، اړوندو مدیرانو ته لازمې سپارښتنې او لارښوونې وشوې.

د دغو سفرونو پر مهال د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس د یادو ولسوالیو له مسؤلینو سره هم لیدنې وکړې او له هغوی یې وغوښتل چې د شهیدانو له کورنیو او معلولینو سره د لا ډېرو همکاریو او خدمتونو په برخه کې خپلې مرستې دوامدارې وساتي.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS