په لغمان ولایت کې پر (۵۰۰) تنو مستحقو کسانو باندې مرستې ووېشل شوې

asad_admin
Sat, May 16 2026 9:45 AM
mmd

د لغمان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۵۰۰) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولینو باندې مرستې چې په هغه کې اوړه، وريجې، غوړي او ځینې نور خوراکي توکي شامل وو، په منظم او عادلانه ډول ووېشل.

د مرستو د وېش پر مهال د لغمان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم حاجي فیض الله جواد د خیریه مؤسسې له مرستو څخه قدرداني وکړه. نوموړي ټینګار وکړ چې دا ډول مرستې د اړمنو کورنیو د ستونزو په کمولو کې مهم رول لري او د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست مسؤلین هڅه کوي، څو د مرستو د جلب، تنظیم او شفاف وېش په برخه کې خپل مسؤلیتونه په ښه او اغېزمن ډول اداء کړي.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS