د بغلان ولايت یو شمېر ولسوالیو ته د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس سفر
د بغلان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم ملا احسان الله عابد په مشرۍ یو پلاوي برکۍ، نهرین او جلګې ولسوالیو ته د سفرونو پر مهال د مجردو شهیدانو له کورنیو سره لیدنې ترسره کړې. پلاوي د دغو کورنیو د ژوند وضعیت او ستونزې له نږدې وڅېړلې، د هغوی غوښتنې او اړتیاوې یې واورېدې او ډاډ یې ورکړ چې ستونزو او اړتیاوو ته به یې پر وخت او لازمه رسېدنه ترسره کېږي او د یادو کورنیو د اقتصادي ستونزو د کمولو په موخه یې نغدي مرستې هم ووېشلې.
همدارنګه نوموړي د یتیمانو، کونډو او معلولینو لپاره د اغېزمنو خدمتونو د لا پراختیا او د کور په کور سروې د بهیر د ښه تنظیم په موخه اړوندو مدیرانو ته لازمې سپارښتنې او لارښوونې وکړې.
د سفرونو پر مهال د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس د یادو ولسوالیو د شهیدانو کورنیو او معلولینو سره هم لیدنې ترسره کړې، د هغوی ستونزې یې واورېدې او ورسره یې نغدي مرستې وکړې. نوموړي ډاډ څرګند کړ چې د شهیدانو کورنیو او معلولینو ته د لا غوره خدمتونو وړاندې کولو لپاره به د پخوا په څېر نورې همکارۍ هم دوام ولري.
