په کندز ولایت کې (۱۰) تنو مستحقو کسانو زرنج نقلیه وسایط ترلاسه کړل
د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د شهیدانو کورنیو او معلولینو د اقتصادي ځان بسیاینې په موخه د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۱۰) تنو مستحقو یتیمانو او معلولیت لرونکو وګړو باندې زرنج نقلیه وسایط ووېشل.
د اقتصادي ځان بسیاینې دغه مرستې د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم الحاج مولوي نقیب الله سنان او د خیریه مؤسسې مسؤلینو په حضور کې ووېشل شوې.
محترم مولوي نقیب الله سنان د شهیدانو کورنیو او معلولینو ته ډاډ ورکړ چې یاد ریاست هڅه کوي ترڅو د هغوی لپاره د ژوند لازمې اسانتیاوې برابرې کړي او د هغوی اقتصادي ستونزو ته په ښه ډول رسیدګي وکړي.
