د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کارکوونکو د چارو په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

asad_admin
Thu, May 07 2026 10:35 AM

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کارکوونکو د چارو رئیس محترم مولوي محمد موسی صدیقي په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه، چې پکې د اړوندو څانګو آمرینو او کارکوونکو ګډون کړی وو.

په غونډه کې د وزارت د نوي برېښنايي سیسټم د ریفورم پروژې اړوند د (۱۷) بستونو لپاره د ازموینې اخیستلو لپاره د چمتووالي، د شفافې پروسې د تنظیم او د مسلکي او ژمنو اشخاصو د ګمارنې په اړه هر اړخیزې خبرې او بحثونه ترسره شول.

همداراز د چارو د لا ښه تنظیم، د اداري بهیر د چټکتیا، او د پلانونو د اغېزمن تطبیق په موخه اړوندو کارکوونکو ته لازمې سپارښتنې او لارښوونې وشوې.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS