په لغمان ولایت کې د یتیمانو کورنیو لپاره د پاکو اوبو د برابرولو په موخه پروژه پیل شوه
د لغمان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو کورنیو لپاره د صحي اوبو د برابرولو په موخه، د (HHRD) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ د درې (۳) څاګانو د کيندلو چارې پیل کړې.
تمه ده چې د دې څاګانو په بشپړېدو سره به د یتیمانو کورنۍ د پاکو اوبو له جدي ستونزو څخه خلاصې شي او د هغوی د ژوند په شرایطو کې به مثبت بدلون راشي.
د پروژې د پرانیستې په مراسمو کې د لغمان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست استازي محترم ضیاءالله حیدري او د یادې خیریه مؤسسې مسؤلینو شتون درلود.
