د پکتیا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس د یاد ولایت درې ولسوالیو ته سفر وکړ
د پکتیا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي محمد رسول حنفي په مشرۍ یو پلاوي ډنډپټان، څمکنې او جاني خیلو ولسوالیو ته د شهیدانو کورنیو او معلولیت لرونکو وګړو د وضعیت د ارزونې په موخه سفر وکړ، هلته یې د مجردو شهیدانو کورنیو سره یې له نږدې وکتل، د هغوی ستونزې او غوښتنې ېې واورېدې او يو اندازه نغدي مرستې هم له يادو کورنيو سره ترسره کړې.
محترم مولوي محمد رسول حنفي یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو د کور په کور سروې له بهیر څخه له نږدې ارزونه وکړه، د چارو د لاښه والي په موخه یې کارکوونکو ته لازمې لارښوونې وکړې.
همداراز د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس د یادو ولسوالیو له ولسوالانو سره هم لیدنه وکړه او له هغوی وغوښتل چې یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې د پخوا په څېر خپلې همکارۍ لا زیاتې او پیاوړې کړي.
