په کاپیسا ولایت کې د فني او حرفوي زده کړو د ښوونکو لپاره زده کړه ئيز ورکشاپ پیل شو

asad_admin
Sun, May 03 2026 9:21 AM

د کاپيسا ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست د افغان ځوانانو لپاره د روغتيايي او تعليمي مؤسسې سره همغږۍ د شهیدانو کورنیو او معلولینو لپاره د فني او حرفوي زده کړو د ښوونې په موخه د (۶۱) تنه ښوونکو لپاره زده کړه ئيز ورکشاپ پيل کړ.

د دې ورکشاپ له بشپړېدو وروسته به یاد ښوونکي په خپلو سیمو کې د شهیدانو او معلولینو کورنیو شاوخوا (۹۰۵) مستحقو کسانو ته د لسو (۱۰) میاشتو په موده کې عملي او مسلکي زده کړې وړاندې کړي. دا زده کړې به د خیاطۍ، د لبنیاتو تولید، د برېښنایي وسایلو او موبایل ترمیم په برخو کې وي.

د کاپیسا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوی ګل خان ګل محمد يادو ښوونکو ته سپارښتنه وکړه چې دا یو ایماني او انساني مسؤلیت وګڼي او په پوره اخلاص، صداقت او مسلکي توګه د زده کړو په ورکولو کې خپل مسؤليتونه اداء کړي.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS