د لغمان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس د فني او حرفوي زده کړو د استادانو لپاره د جوړ شوي روزنیز ورکشاپ څخه لیدنه وکړه
یاد روزنیز ورکشاپ د لغمان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست په همغږۍ د ټولنې پیاوړتیا مؤسسې له لوري د فني او حرفوي زده کړو د (۷۰) تنو استادانو لپاره جوړ شوی دی.
د دې ورکشاپ له لارې به یاد استادان په خپلو سیمو کې د شهیدانو او معلولینو له کورنیو څخه شاوخوا (۱۰۵۰) تنو مستحقو کسانو ته د خياطۍ، د لبنیاتو تولید، د برېښنايي وسایلو او موبایل ترمیم په برخو کې د نه (۹) میاشتو په موده کې روزنیزې زده کړې ورکړي.
د لغمان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم الحاج فیض الله جواد د یاد روزنیز ورکشاپ څخه لیدنه او ارزونه وکړه او استادانو ته یې سپارښتنه وکړه چې دا یو ایماني او انساني مسؤلیت وګڼي او په پوره اخلاص، صداقت او مسلکي توګه د زده کړو په ورکولو کې خپلې دندې ترسره کړي.
